په همېشه بهار راډیو او تلویزیون باندې د امارت ځواکونو له لوري یرغل او په دې رسنۍ کې د خبريالۍ د یوې روزنيزې دورې بندول په کلکو ټکو غندو

دغه روزنيز پروګرام چې په جلال اباد ښار کې د همېشه بهار راډیو او تلویزیون په ودانۍ کې ترسره شوی و، د شپږو نجونو په ګډون ١٦ تنو په کې ګډون کړى و.  دوی د امارتي ځواکونو له خوا تر هجوم او ګواښلو وروسته د روزنې ځای پریښودو ته اړ شول.

۱۴۰۲ زمري ۱۰

جلال اباد- د افغانستان د خبریالانو مرکز په جلال اباد ښار کې د همېشه بهار راډیو او ټلویزیون پر کارکوونکو د اسلامی امارت ځواکونو هجوم او په دې رسنۍ کې د ژورنالیزم د یوې ښوونیزې دورې تړل د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف عمل او د خپلواکو رسنیو د لا محدودولو د هڅې په توګه ګوري او غندنه یې کوي.

 د همېشه بهار راډیو او تلویزیون مسؤل مدیر د افغانستان خبريالانو مرکز ته وويل، چې دا پېښه تېره ورځ شاوخوا دوه نيمې بجې د خبريالانو د روزنيزې دورې د پيل پر مهال رامنځته شوه، چې د همدې رسنۍ له خوا تازه پېل شوى وه.

نوموړي وويل، د ننګرهار له امنيه قوماندانۍ څخه راغلو امارتي امنيتي ځواکونو د همیشه بهار راډيو او ټلوېزيون له کارکوونکو سره ناوړه چلند او هغوی ته يې ګواښ کړی، چې د نجونو په شتون سره د دا ډول پروګرامونو د جوړولو اجازه نه ورکوي او بیا یې ګډونوالو ته په ګواښ سره ژر تر ژره د ځای د پریښودو امر کړی دی.

ستانکزي زياته کړه، چې دغه روزنيز کورس د شپږو نجونو په ګډون د ١٦ تنو زده کوونکو په شتون کې جوړ شوى و، چې د ټلوېزيون له لارې له اعلان وروسته ګډونوالو د ګډون لپاره نوم ليکنه کړې وه.

د همېشه بهار راډيو او ټلويزيون د مسؤل مدیر په وينا، په تېره يوه مياشت کې دا دويم ځل دى، چې د دې رسنۍ کارکوونکي د امارتي ځواکونو له خوا ګواښل کېږي. ستانکزي دا هم زیاته کړه، چې د سیمه ییزو ادارو استازو دې رسنۍ د کار په څرنګوالي د نیوکې ترڅنګ ورته ګواښ کړی و، چې د دوی له تائید پرته باید خبرونه خپاره نه کړي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز په جلال اباد کې د همیشه بهار راډیو او ټلویزیون پر ودانۍ برید د ازادو رسنیو د فعالیتونو د محدودولو او د فشار راوړلو یوه هڅه ګڼي او غندنه یې کوي.  د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې دي او مسوولين بايد د هغوی په کارونو کې محدوديتونه رامنځته نه کړي او یا هغوی وګواښي، بلکې ملاتړ يې وکړي.

دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې په حمل میاشت کې د «اسلامي امارت» د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو او رسنیو د ستونزو او مسایلو ته د رسېدنې لپاره یو طرحه اعلان کړه. د دغه طرحې له مخې هیڅ بله اداره د رسنیو او خبریالانو په چارو کې د لاسوهنې حق نه لري او په هیواد کې د رسنیو او خبریالانو اړوند چارې او مسایل باید د اطلاعاتو او کلتور وزارت په ځانګړې توګه د رسنيزو شکایتونو او سر غړونو د څیړنې کمېسیون له لارې رسېدنه وشي.