۱۴۰۲ زمري ۴
جلال اباد- د صفا راډیو د خپرونو چلونکی عرفان الله بیدار چې دوه اوونۍ وړاندې نیول شوی و، خوشې شوی دی. د افغانستان دخبریالانو مرکز د عرفان الله بیدار په خوشې کېدو د هرکلي ترڅنګ وایي، چې د دې خبریال بندي کول د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون سره په ټکر کې و او باید خپلواکي یې ترې نه وی اخیستل شوی.
عرفان الله بیدار د چهارشنبې په ورځ د چنګاښ ۲۱ له غرمې وروسته د جلال اباد ښار عیدګاه مسجد څخه د خپل موټر سره یوځای نادرکه شوی و. سرچینو د افغانستان خبریالانو مرکز ته ویلي و، چې هغه د استخباراتو له لورې نیول شوی دی.
بیدار له لس کلونو راپدې خوا د صفا په نوم له شخصي راډیو سره په بېلا بېلو بستونو کار کړی دی. هغه په وروستیو کې د صفاراډیو د ادبي خپرونو پرمخ وړونکی او مسؤل په توګه ټاکل شوی و.
تر اوسه د دې پېښې جزیات نه دي په ډاګه شوي او په ننګرهار ولایت کې د امارت چارواکو په رسمي ډول د دې پیښې او د هغې څرنګوالي په اړه څه نه دي ویلي.
د عرفان الله بیدار ورور عظمت الله د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل بیدار صفاراډیو سره د خبریال په توګه کار کاوه او کوم چا سره يې شخصي دښمني نه درلوده.د بیدار کورنۍ د «امنیتي ملاحظاتو» له امله نه غواړي په دې اړه خبرې وکړي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د بیدار پر خوشې کېدو د خوښۍ د ښکاره کولو ترڅنګ وایي، چې د دې خبریال بندي کونه د هیواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف وه او باید ازادي یې ترې نه وی اخیستل شوی.د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې خبریالان د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې خپلواک دي او خبریالان بايد ونه ګواښل شي او نه بايد په خپلو کارونو کې له محدوديت او خنډ سره مخ شي؛ بلکې باید له هغوی ملاتړ وشي.
په اوس وخت کې لږ تر لږه درې خبریالان او د یوې راډیو د امتیاڅښتن په هیواد کې بندیان دي. له دې خبریالانو یو تن د جدي میاشتې په نیمایي او دوه خبریالان د تېر کال د کب میاشتې په وروستیو کې په کابل کې ونیول شو او په یوه بله پېښه کې تېره اوونۍ په فاریاب کې د یوې سیمه ییزې راډیو د امتیازڅښتن ونیول شو، چې تر اوسه په بند خونه کې دی.
د افغانستان دخبریالانو مرکز په دې باور دی، چې د خبریالانو د بندي کولو او ګواښونې پېښو ډېر والی په هیواد کې د ویرې او خود سانسور لامل شوی.د افغانستان خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» څخه غواړي، د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې، چې هغه یې تائید کړی دی د خبریالانو د بندي کولو، ډارولو او یا یې د کار پر وړاندې د خنډ جوړولو ځان وساتي او د خبریالانو د مسلکي کار پرمهال د هغوی خپلواکۍ ته درناوی وکړي.