همېشه بهار راډیو او تلویزیون د «د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو» په امر وتړل شو

په جلال اباد کې د همېشه بهار راډیو او تلویزیون مسؤل مدیر اتل خان ستانکزي نن دوشنبه، د زمري په ۱۰مه وویل  وویل، چې « د ننګرهار امنیه قومندانۍ مسؤلینو په امر» د دې رسنۍ دروازې وتړل شوې.

۱۴۰۲ زمري ۱۰

جلال اباد- په جلال اباد ښار کې د همېشه بهار راډیو او تلویزیون د ژورنالیزم د روزنیزې دورې له تړل کېدو یوه ورځ وروسته د دې رسنیزې ادارې دروازې د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو په امر وتړل شوې. د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې پېښې په اړه د خپلې ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره له کوم قید او شرط پرته ژر تر ژره د دې مطبوعاتي مرکز د پرانیستلو غوښته کوي.

د همېشه بهار راډیو او تلویزیون مسؤل مدیر اتل خان ستانکزي د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل:«نن مازدیګر ۶ بجې د امنیه قومندانۍ امنیتي کسانو د ښار په څلورمه ناحیه کې د همیشه بهار راډیو او تلویزیون له دفتر د کار کوونکو د وېستلو ترڅنګ، د دې رسنۍ تروازه وتړله.»

ستانکزي زیاته کړه:« امنیتي کسانو د همېشه بهار راډیو او تلویزیون کار کوونکو ته ویلي دي، چې موږ ته د چارواکو له لوري لارښوونه شوې، ترڅو د کار د دوام مخه ونیسو او تروازې ته مو قلف واچاوه.»

دا پېښه د همېشه بهار راډیو او تلویزیوني شبکې د ژورنالیزم د یوې روزنیزې دورې له تړل کېدو یوه ورځ وروسته وشوه. دغه ورکشاپ د شپږو نجونو په ګډون ۱۶ تنو زده کوونکو ته وړاندې کېده، چې د ننګرهار امنیه قوماندانۍ په لارښوونه پای ته ورسېد.

په ننګرهار کې یوې سرچینې د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل، د دغه روزنیز ورکشاپ د تړلو ښکاره لامل په دغه پروګرام کې د ښځینه زده کوونکو شتون وو.

تر اوسه په رسمي توګه د ننګرهار سیمه ییزو چارواکو په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د همېشه بهار راډیو او تلویزیون د دروازو تړلو په اړه د ژورې خواشینۍ په څرګندولو سره دغه کار د هېواد د ټولیزو رسنیو د قانون خلاف عمل بولي او په خپلواکو رسنیو باندې د فشار زیاتوالي په سترګه ورته ګوري او غندنه یې کوي.

د ټولیزو رسنیو قانون د څلورمې مادې له مخې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولی، چې د ازادو خبري یا معلوماتي رسنیو فعالیت منع، تحریم، سانسور او محدود کړي، یا یې په خپرنیزو چارو کې لاسوهنه وکړي.

 د افغانستان د خبریالانو مرکز د «اسلامي امارت» له خوا د تصویب شوي ټولیزو رسنیو د قانون پر تطبیق د ټینګار په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې د امارت له چارواکو غواړي، چې د همیشه بهار راډیو او تلویزیون په هکله په خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او یادې رسنۍ ته دې د ټولیزو رسنیو د قانون له مخې خپل کار ته د دوام اجازه ورکړي.

همېشه بهار راډیو په ۱۳۹۰ او تلویزیون په ۱۳۹۷ کال په جلال اباد ښار کې جوړ او په فعالیت پيل وکړ. دغه راډویوي او تلویزیوني شبکه د سیاسي، ټولنیزو، کلتوري او سپورتي برخو په ګډون په بېلا بېلو برخو کې خپرونې کولې. د مسوول مدير په وينا یې، په دې رسنۍ کې د ٩ ښځينه کارکوونکو په ګډون ٣٥ تنو کار کاوه.