۸ میزان ۱۳۹۹
مهترلام-هغه غونډه چې نن له غرمې وروسته په لنکن ښوونیز مرکز کې جوړه شوې وه د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس استاد اورنګ صمیم سربیره د کډوالو چارو رئیس انجنیر شاکر الله شاکر، د ملي راډیو ټلویزیون امر محب الله منګل، د ولایت مقام مرستیال ویاند، د لنکن ښوونیز مرکز مسؤل، د لغمان د بیلابیلو رسنیو استازو، ژورنالیستانو ، ښځینه و او ځوانانو ګډون کړی و.
پیل کې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس استاد اورنګ صمیم ، اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې مفصلې خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې په قانوني لحاظ ادارې مکلفې دي چې ژورنالیستانو او ترڅنګ یې عامو افغانانو ته معلومات په واک کې ورکړي.
نوموړي وویل اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون چې څرنګه ولسونو ته د اطلاعاتو د ترلاسه کولو ذکر کړی ټولې ادارې باید په وخت خلکو ته معلومات ورکړي.
ښاغلي صمیم د رسنیو په څرنګوالي او ډولونو هم خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې رسنۍ د ټولنې په سمون او جورښت کې مهم رول لري.
وروسته محمد ګلاب ابراهیمي د افغانستان د خبریالانو مرکز ولایتی استازی د ژورنالیستانو په استازیتوب پر ځینو اداراتو یې نیوکې وکړې چې دوی په وخت خبریالانو ته معلومات نه ورکوي.
ابراهیمي وویل معلومات یواځې دا نه دي چې ادارې دې خپلې لاسته راوړنې له خبریالانو سره د اعلامیې په شکل شریک کړي دا هم معلومات دي چې خبریالان د اړوندو ادارو څخه اطلاعاتو ته د لاس رسي قانوني له مخې اطلاعات غواړي باید ورته په واک کې ورکړي.
نوموړي له اړوندو مسؤلو ادارو څخه غوښتنه وکړه چې اداراتو ته د اطلاعاتو لاس رسي قانون تشریح او د خبریالانو ستونزې دې ورسره شریکې کړي ترڅو په وخت معلومات ورکړي.
د غونډې په منځ کې د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر عتیق الله قریشي( اطلاعاتو ته د لاس رسي ) په قانون لکچر وړاندې کړ، چې پکې ژرونالیستانو، مدنې فعالانو او په ټوله کې افغانانو ته د معلوماتو ورکړې یادونه شوې وه.
پدې لکچر کې اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون هغه ۶ فصلونه او ۴۱ مادې تشریح شول چې ټول پکې اطلاعاتوته د لاس رسي پر قانون بحث کوي.
په پای کې د لغمان ولایت مقام مرستیال ویاند رفیع الله رفیع ژمنه وکړه چې د ژورنالیستانو ټولې غوښتنې او وړاندیزونه به د ولایتي ادارې له لارې اړوندو ریاستونو ته وسپاري څو ټول ژورنالیستان پر وخت له معلوماتو څخه برخمن شي.
د یادونې ده چې د تلې شپږمه نیټه اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون له ملي ورځې سره سمون خوري.