له ښي اړخه: د نسيم راډيو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي، د دې راډيو دوه خبريالان سيف الله رضايي او مجتبی قاسمي
۱۴۰۲ تلې ۲۶
نیلی- په دایکندي کې د نسیم راډیو دوه خبریالان چې لس ورځې مخکې نیول شوي وي خوشې شوو؛ مګر د دې سیمه ییزې راډیو مسؤل مدیر لا هم په بند کې دی او نسیم راډیو، چې درې اوونۍ مخکې د سیمه ییزې ادارې په امر بنده شوې تر اوسه د بیا فعالیت اجازه نه ده ترلاسه کړې.د افغانستان دخبریالانو مرکز د نسیم راډیو د دوه خبریالانو له خوشې کېدو څخه د هرکلي ترڅنګ، د نسیم راډیو د مسؤل مدیر د ژر تر ژره او بې شرطه خوشې کولو او د یادې رسنۍ د بیا پېل غوښتنه کوي.
په دایکندي کې یوې سرچینې د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل، چې د نسیم راډیو دوه خبریالان سیف الله رضایي او مجتبی قاسمي د«ضمانت» په سپارلو سره خوشې شوي دي؛ مګر د دې رسني مسؤل مدیر سلطان علي جوادي لا هم د دایکندي ولایت د استخباراتو ریاست په بند کې دی.
د نسیم راډیو دا درې کار کوونکي د تلې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د استخباراتو له لورې دویم ځل نیول شوي وو. د تلې مياشتې په ۵ نېټه د دايکندي ولایت د استخباراتو ریاست کار کوونکو د دغه ولایت په مرکز نیلي ښار کې د نسیم راډیو په دفتر چاپه وهلې د کار کوونکو د موبایلونو او د غږ ثبتولو ماشینونو په ضبطولو سره یې د راډیو دروازه مهرلاک کړې ده.
په همغه ورځ داستخباراتو ځواکونو د نسیم راډیو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي هم ونیول او په نیلي کې یې استخباراتو ریاست انتقال کړل. د نسیم راډیو دا درې کار کوونکي له پنځه ساعته پوښتنو وروسته خوشې شوو؛ مګر د هغوی موبايل ټلیفونونه يې بیرته ورنه کړل.
تر اوسه په دایکندي کې د طالبانو «اسلامي امارت» سیمه ییزو چارواکو د نسیم راډیو د مسؤل مدیر د نیولو او د دغې سیمه ییزې راډیو د فعالیت د بندولو د حکم په اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي؛ خو یوې ځايي سرچینې ویلي چې د یکشنبې په ورځ د دایکندي ځینې قومي مشران او یو شمېر خبریالان د بندیانو د خلاصون او د نسیم راډیو د بیا پرانستلو د هڅو په لړ کې د امارت د والي دفتر ته ورغلل؛ خو د والي د دفتر رئیس او د سیمه ییزې ادارې سرپرست محمد نورخلیل ویلي دي، چې دغو خبریالانو له بهرنیو رسنیو سره همکاري کوله او د نظام پر ضد یې تبلیغات کول او باید محاکمه شي.
د افغانستان دخبریالانو مرکز د نسیم راډیو د دوه خبریالانو سیف الله رضایي او مجتبی قاسمي د خوشې کولو څخه د هرکلي ترڅنګ، د دې سیمه ییزې رسنۍ د مسؤل مدیر سلطان علي جوادي د بند دوام او د یادې رسنۍ پر فعالیت بندیز د هیواد د ټولیزو رسنیو قانون سره په ټکر کې ګڼي او د جوادي د ژر ترژره خوشې کېدو او د دې سیمه ییزې رسنۍ د بیا پرانیستل کېدو غوښتنه کوي.
د ټوليزو رسنيو د قانون له مخې رسنۍ د خپلو مسلکي کارونو په ترسره کولو کې ازادې دي او مسوولين بايد د هغوی په کارونو کې محدودیت رامنځته نه کړي او نه یې وګواښي؛ بلکې ملاتړ يې وکړي.
د جمهوري نظام پر مهال په دایکندي کې د فعالو پنځه رسنیو له ډلې دوه خصوصي راډيوګانې دایکندي او افتاب او د سبزها په نوم تلویزیون ځيني مهم تخنيکي توکي او تجهيزات د جمهوري نظام د ړنګېدو (۱۴۰۰ زمري۲۴) په لومړیو ورځو کې ولوټل شوو او د دې درې رسنیو پاتې وسایل، د دولتي شتمنۍ په بهانه د استخباراتو ریاست له لورې ضبط شوې دي.دا مهال په دایکندي کې د «صدای قریه» په نوم یوازینۍ خصوصي سیمه ییزه رسنۍ فعالیت کوي، چې دا راډیو هم له ګڼو ستونزو په ځانګړې توګه له اقتصادي ننګونو سره مخ ده او د اوسني حالت د دوام په صورت کې د فعاليت د بندېدو امکان شته.