په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو له پنځه میاشتو وروسته د کار اجازه ترلاسه کړه

په دایکندي ولایت کې د نسیم راډیو له پنځه میاشتو وروسته د کار اجازه ترلاسه کړه

له ښي اړخه: د نسيم راډيو خبريال سيف الله رضايي، د اطلاعاتو او کلتور رئيس مصطفى صالح، په دایکندي کې د طالبانو د والي وياند غضنفر کاظمي او د دې راډيو نوی مسوول مدیر مجتبی قاسمي د دې رسنۍ له پرانیستې وروسته. 1402 کب 12 نېټه

1402 کب 12

نیلي-په دایکندي ولايت کې د نسيم خصوصي راډيو چې پنځه مياشتې وړاندې د استخباراتو له خوا تړل شوې وه، د فعاليت اجازه ورکړل شوه او بېرته پرانيستل شوه، خو مسوول مدير يې لا هم په بند کې دى. د افغانستان دخبريالانو مرکز د نسيم راډيو د بيا پرانیستلو د هرکلي په ترڅ کې د دغې رسنۍ د مسوول مدير د ژر تر ژره او بې شرطه خوشې کېدو غوښتنه کوي.

د نسیم راډیو د امتیاز وکالت لرونکې نجیبې واحدي د افغانستان خبریالانو مرکز ته وویل، چې نسیم راډیو نن ورځ شاو خوا 12:30 بجې د سیمه ییزې ادارې له لورې د جوړې شوې کمېټې له غړو د اطلاعاتو او کلتور رئیس په ګډون د طالبانو د والي ویاند او د استخباراتو استازي په شتون کې بېرته پرانیستل شوه.واحدي وویل: «له موږ څخه وغوښتل شول چې نوی مسوول مدیر وټاکو او وروسته تر دې چې موږ په رسمي توګه مسوول مدیر معرفي کړ او د اسلامي امارت رسنیزو پالیسیو[طالبانو] ته د ژمن پاتې کېدو تضمین له سپارلو وروسته، د راډیو د بیا فعالیت اجازه راکړل شوه.»

په دایکندي ولایت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رئیس مصطفی صالح د نسیم راډیو د دروازې د پرانیستلو پرمهال 1402 کب 12

د روان کال د تلې په 5 د دایکندي د استخباراتو ریاست کارکوونکو د دایکندي ولایت په مرکز نیلي ښار کې د راډیو له دفتر څخه لیدنه وکړه، د کارکوونکو کاري وسایل یې چې په کې موبايل او غږیز ریکارډر هم شامل وو، ونیول او د راډیو دروازه یې وتړله. سربېره پر دې د دغې رسنۍ مسوول مدیر سلطان علي جوادي او دوه خبریالان سیف الله رضايي او مجتبی قاسمي هم ونیول شوو. دغه دوه خبريالان په هماغه ورځ خوشي شول، خو ځايي ادارې د راډيو د مسوول مدير پر ضد مقدمه درج کړه او بندي يې کړ.

د قوس میاشتې په 20 د نیلي ابتدایه محکمې لورې سلطان علي جوادي د «اسلامي امارت پرضد تبلیغاتو» او «بهرنیو او کفري هیوادونو ته د جاسوسۍ» په تور په یو کال بند محکوم شو او له هغه وخت راهیسې په زندان کې دی.

نسیم راډیو په تېرو پنځه میاشتو کې د هغې په مسوول مدیر د لګول شویو تورونو له امله بنده وه. د راډیو د امتیاز څښتنه وایي اطلاعاتو او کلتور وزارت ته په مراجعې سره یې د راډیو د بېرته پرانیستلو لپاره ډیره هڅه وکړه. په دې لړ کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د راډيو د بيا فعالیت په خاطر سيمه ييزې ادارې ته دوه مکتوبونه استولي دي.

د دایکندي د اطلاعاتو او کلتور رئیس مصطفى صالح د افغانستان د خبريالانو مرکز ته وويل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د مکتوب او د والي د حکم له مخې د راډيو دروازې مهرو لاک لرې شوى او راډيو په کار پېل وکړ. هغه وویل: «د راډیو نوي مسوول مدیر په شفاهي ډول ژمنه کړې چې د اسلامي امارت [طالبانو] له شرعي اصولو او د رسنیو پالیسي نه به سرغړونه نه کوي او ټاکل شوې چې تعهد پاڼه هم لاسلیک کړي.»

صالح د دې راډيو د پخواني مسوول مدير سلطان علي جوادي په اړه وويل، چې د محکمې له خوا د بند حکم صادر شوى او د اطلاعاتو او کلتور رياست د هغه د دفاع او خوشې کولو په اړه څه نه شي کولاى.

د افغانستان دخبريالانو مرکز د نسيم راډيو د بيا پرانستلو هرکلى کوي او له سيمه ييزو چارواکو څخه غواړي چې د ډله ييزو رسنيو د قانون له مخې چې د طالبانو له خوا تصويب شوى، د رسنيو د فعاليت ازادۍ ته درناوى وکړي او د نسیم راډیو د پخواني مسوول مدیر سلطان علي جوادي خوشې کولو ته دې ژر تر ژره زمینه برابره کړي.

د ټولیزو رسنیو د قانون په څلورمه ماده کې راغلي دي چې هیڅ حقیقي یا حکمي شخص نه شي کولای د ازادو خبري یا معلوماتي رسنیو فعالیت، تحریم، سانسور یا محدود کړي او یا په بل ډول د رسنیو په کارونو او نشراتو کې لاسوهنه وکړي.