د نسیم راډیو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي په یو کال بند محکوم شو

د نسیم راډیو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي په یو کال بند محکوم شو

۱۴۰۲ لیندۍ ۲۱

نیلي- په دایکندي کې د نسیم خصوصي راډیو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي د دې ولایت د ابتدایه محکمې له لورې په یو کال بند محکوم شو.د افغانستان دخبریالانو مرکز د دې حکم په اړه د خپلې ژورې اندېښنې په شریکولو سره، پر دې حکم له سره د غور او ژر تر ژره د دې سیمه ییز خبریال د خوشې کېدو غوښتنه کوي.

یوې ځایي سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل چې تیره ورځ د دې ولایت په مرکز نیلي ښار کې ابتدایه ښاري محکمې، سلطان علي جوادي احضار کړې او قاضي د یو کلن بندیز حکم هغې ته اورولی دی.په دې ناسته کې د سلطان علي جوادي میرمنې هم ګډون کړی و او د محکمې د حکم له اورېدو وروسته جوادي بند خونې ته وړل شوی دی.

تر اوسه ځایي مؤلینو د محکمې د دې پریکړې په اړه نظر نه دی ورکړی؛ مګر با خبره سرچینو د افغانستان دخبریالانو مرکز ته وویل چې سلطان علي جوادي د«اسلامي امارت پر ضد تبلیغاتو» او «کفري او بهرنیو هیوادونو ته د جاسوسي کولو» په تور محکوم شوی دی.

د روان کال د تلې په ۲ د نسیم راډیو دوه خبریالان سیف الله رضایي او مجتی قاسمي او مسؤل مدیر سلطان علي جوادي د ازادۍ راډیو د خپرونو د بیا ځلي خپرولو او د طالبانو ادارې پرضد د تبلیغاتو په تور د دایکندي ولایت د استخباراتو ادارې ته وغوښتل شوو او درې ورځې وروسته د استخباراتو کار کوونکو د راډیو دروازې په مهر لاک کولو سره یاد شوي درې کسان بیا ونیول او د همدې ورځې تر ماښامه د څو ساعتونو لپاره ترې څېړنې وشوې.

له دې سره سره د نسیم راډیو دغه دې کار کوونکي د تلې میاشتې په ۱۵ نېټه بیا د استخباراتو له لورې ونیو شوو، چې مجتبا قاسمې د ۶ ورځو، سیف الله رضایی د ۱۱ او سلطان علي جوادي د ۱۷ ورځو لپاره بندیان و. د افغانستان دخبریالانو مرکز معلومات ښیي چې د دې درې خبریالانو د خلاصون زمینه له ضمانت ورکولو وروسته برابره شوې دهږ

ویل کېږي د دایکندي ولایت د ښاري محکمې د یو کال حکم کې د سلطان علي جوادي د بند ۱۷ ورځې شمېرل کېږي؛ مګر هغه باید د بند پاتې نور وخت پوره کړي.یوې ځایي سرچینې وویل چې دا پرېکړه وروستۍ نه ده او د نسیم راډیو مسؤل مدیر کولای شي د استناف غوښتنه وکړي.

د افغانستان دخبریالانو مرکز د نسیم راډیو مسؤل مدیر سلطان علي جوادي ته د محکمې له لورې د یو کال بند پرېکړه، چې د مدافع وکیل د شتون پرته شوې ده او د هغې د محاکمې بهیر هم روڼ نه و، غیر عادلانه او د منلو وړ نه بولي.د افغانستان دخبریالانو مرکز د پریکړې په اړه د خپلې ژورې خوشینۍ په څرګندولو سره، په دې اړه د بیا فکر او د دې سیمه ییز خبریال د ژر تر ژره او بې قید شرطه خوشې کېدو غوښتنه، د تور ختمولو او نسیم راډیو ته د بیا ځلي نشراتو د اجازې ورکولو غوښتنه کوي