۱۴۰۱ سلواغې ۳۰ مه
کندهار- په کندهار کې د طلوع نیوز سیمه ییز خبریال محمدیار مجروح له پنځو ورځو تېرولو وروسته د استخباراتو له بند څخه ازاد شو. د افغانستان د خبریالانو مرکز د مجروح له خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ د ( اسلامي امارت) له مسؤلینو غواړي، چې درې نور خبریالان چې نیونه یې تائید شوې، ژر تر ژر خوشې کړي.
په کندهار کې یوې سرچینې د افغانستان د خبریالانو مرکز ته وویل، چې محمدیار مجروح نن غرمې ته نږدې خوشې شوی دی. مجروح د سلواغې په ۲۶ مه د کندهار ولایت استخباراتو ته احضار شوی و او وروسته نیول شوی و. تر اوسه د مجروح کورنۍ او په کندهار کې چارواکو د دې خبریال د نیونې د تورونو او د خوشې کولو شرايطو په اړه نظر نه دی ورکړی.
د افغانستان خبریالانو مرکز د محمديار مجروح د خوشې کولو د هرکلي ترڅنګ په دې باور دی، چې دغه خبریال باید په لومړي سر کې احضار او نیول شوی نه وی.
د رسنیو او خبریالانو د ملاتړ دا مرکز د چارو له مسولینو غواړي، چې د قید او شرط پرته د نورو نیول شوو خبریالانو د ژر تر ژره خوشې کولو ترڅنګ، له رسنیو او خبریالانو څخه هر ډول شکایت ته د رسنيزو سر غړونو او شکایتونو د څیړلو کمیسیون له لارې رسیدګي وکړي او اجازه دې ورکړي، چې خبریالان په خپلواکه توګه او د نیول کیدو له ویرې او ګواښ پرته خپل کار ته ادامه ورکړي.
په اوس وخت کې لږ تر لږه درې نور خبریالان په زندان کې دي.
خوست کې د زرغون تلویزیون خبریال قدرت الله ترار د لړم له ۲۰ مې، افغان ـ فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي د جدي له ۱۷ مې او په جلال اباد کې ورزشي خبریال خيرالله پرهر د جدي له ۱۹ مې تر اوسه په بند کې دي. له ځايي سرچينو څخه ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې دغه خبريالان د نورو څېړنو او پوښتنو ګروېږنو لپاره کابل ته لېږدول شوي دي.
سربېره پر دې افغان ـ فرانسوي خبریال مرتضی بهبودې چې د مرغومي په ۱۷ نیټه د استخباراتو له لوري په کابل کې نیول شوی و، تر اوسه په بند کې دی.